خبرونهاقتصادټولنه

په هېواد کې د درمل شیندلو «یوریا اسپرې» خزاني کمپاین پیل شو

کابل، د لړم ۳۰مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له خوا د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د مېوه لرونکو ونو د آفتونو او ناروغیو د مخنیوي په موخه د مېوه لرونکو ونو د درمل شیندلو «یوریا اسپرې» خزاني کمپاین پیل شو.

د یاد وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم د یوریا اسپرې د کمپاین د پرانیستلو پر مهال وویل، چې د دې کمپاین د پیلولو موخه د نباتاتو د آفتونو او ناروغیو پر وړاندې مبارزه او د مېوه لرونکو ونو د آفاتو او ناروغیو مخنیوی دی.

هغه زیاته کړه: «په مني کې د سپینې سرې (یوریا) د پنځه فیصده محلول استعمال په داسې حال کې، چې د ونې له ۷۰ سلنې څخه زیاتې پاڼې رژېدلې وي، ډېره ګټه لري، په ځانګړې توګه د هغو آفتونو او ناروغیو لپاره، چې د ژمې په موسم کې، د هزره بوټو، د نباتاتو پاتې شونو او تر پاڼو لاندې ژوند کوي؛ دغه اسپرې یاد افتونه او ناروغۍ له منځه وړي او دغه راز د خاورې په حاصل خېزۍ کې، چې د نباتاتو د پاتې شونې تجزیه ګړندۍ مهم رول لوبوي.»

په ورته وخت کې د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست یو تن ډاکټر ناصر ابراهیم خېل وویل: «د یوریا محلول چمتو کول خورا ارزانه او ګټور دی. یوه کیلو سپینه سره (یوریا) په 20 لیتره اوبو کې ښه حل کړئ او بیا کله چې هوا ښه صاف او روښانه وې د محلول پاش په واسطه یې پر ونو وشیندئ، ترڅو نباتات له آفتونو او ناروغیو څخه وژغورل شي او د ونو ژوند او حاصلات ډېر شي».

د یوریا اسپرې کمپاین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې ریاست د کارکوونکو له خوا هر کال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بڼوالو په همکارۍ پلی کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته