خبرونهاقتصادټولنه

په پنجشیر کې د اوبو برېښنا د یو بند ترمیمولو او پاکولو کار بشپړ شو

د زمري ۱۸ مه، باختر

د پنجشیر له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست نن د دغه ولایت د خنج ولسوالۍ د دشت ریوت په کلي کې د شاه مردان په نامه د اوبو برېښنا بند د پاکولو او ترمیمولو خبر ورکړ.

د پنجشیر ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس احمد ضیا یزداني باختر آژانس ته وویل چې دغه بند د سېلاونو له امله له رسوباتو ډګ شوی و.

هغه زیاته کړه چې د دغې ادارې د هلو ځلو او د پنجشیر د ټولګټو چارو ریاست په همکارۍ دغه بند پاک او بیا ترمیم شو او د دشت ریوت د څلور کلیو خلکو بیا برېښنا ته لاسرسی وموند.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا