سیاست

ماليزيا له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاريو ډاډ ورکړ

کابل / د سلواغې ۱۵مه / باختر
د ماليزيا د لومړي وزیر د ځانګړي استازي شيخ عبدالهادي مالیزي په مشرۍ پلاوي، په قطر کې له افغان پلاوي سره په ناسته کې، له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر اړوندو دوه اړخيزو موضوعاتو خبرې وشوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې افغان پلاوي د افغانستان د اوسني وضعيت، پرمختګونو او ستونزو په اړه یاد پلاوي ته معلومات ورکړل او همدارنګه د بشري مرستو، اقتصادي، سياسي او تعليمي همکاريو موضوعات وڅېړل شول.
همدارنګه په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سياسي دفتر استازو د مالیزیا د همکاریو مننه او قدرداني وکړه.
د ناستې په پای کې دواړو لوريو په راتلونکي کې د ښو اړيکو د لا ټينګښت او پراختیا ژمنه وکړه.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته