کابل باختر د کب دريمه :
دهېواد په ځينو ختيځو سيمو په پاکستاني پوځيانو راکتي او توپچي بريدونه يوځل بيا پيل شوي دي .
په نوي مورد کې په تيرو ٢٤ ساعتو کې د نورستان ، ننګرهار او دکونړ دولايتونو ځينې سيمې دلسګونو توغنديو د لګيدو دګر و خو ويل کيږي په دغو بريدونوکې دسر زيان نه دى اوښتى .
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي ځواکونو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپاکستاني پوځيانو په نويو راکتي او توپچي بريدونوکې چاته زيان نه دى اوښتى .
ده وويل پاکستان له څو کلونور اپديخوا دهېواد په ختيځ ډيورنډ کرښې ته څيرمه په راکتي پريدونوس ره غواړي دغه سيمې له استوګنې څخه تشې کړي . چې له خپل هېواد خخه دتروريزم ځالې افغانستان ته وليږدوي .
دپاکستاني پوځيانو توپچي او راکتي بريدونو څه ناڅه شپږ کاله مخکې پيل شول او تراوسه پورې دوام لري .
ددغو بريدونو له امله په زرګونه کورنۍ دخپلو کورونو پريشودو ته اړې شوي دي .
تراوسه پورې دپاکستاني پوځيانو ددغو راکتي او توپچي بريدونو دبندولو لپاره دافغانستان دمقاماتو هلې ځلې نتيجه نه دې ورکړې .
0 1 دقیقه لوستل