-کابل/ دزمري١٢مه/باختر:
په پروان کې سېلاونو د استوګنې په لسګونه کورونه اوپلورنځي ويجاړ کړل
دغه سېلاونه تېره شپه د باران د سخت اورښت وروسته د چاريکارو ښار ته نږدې غره څخه راووتل، او د دغه ښار زياتې برخې ونيولې .
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ دغوسېلاونو د پروان حلقوي سړک او په لسګونو نور سړکونه د تګ راتګ پرمخ وتړل خو سيمه ييز مسوولين وايي د دغو سړکونو په پاکولوسره يې د ترافيکو پرمخ پرانستي دي .
د پروان ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې د تيارى رييس نثار احمدحبيبي باختراژانس ته وويل چې دغو سېلاونو د استوګنې په لسګونو کورونه او پلورنځي ويجاړ کړي دي .
هغه وويل چې د سېلاو له امله تړل شوي سړکونه پرانستل شوي دي.او له سېلاو ځپلو سره دبشر دوستانه مرستو په لاره کې دي .
تراوسه پورې د دغوسېلاونو له امله د سرد زيان په باب څه نه دي ويلي.
د پېښې عيني شاهدان وايي چې په لسګونوکورنى له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي او په ښوونځيو،جوماتونو او يا د خپلو خپلوانوپه کورونو کې ځاى پرځاى شوي دي اومرستو ته اړتيا لري .
ختم _ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل