نړۍ

يونيسف : دنايجريا يو نيم مليون تنه ماشومان د خوارځواکې له خطر سره مخامخ دي.

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٥  :
دملګرو ملتو سازمان د ماشومانو صندوق( يونيسف )اعلام وکړ چې په نايجريا کې د بوکو حرام د تروريستي ډلې د فعاليت له امله يو نيم مليون تنه ماشومان د خوار ځواکې له خطر سره مخامخ دي.
دايرنادخبر ي سايټ دخبر له مخې : يونيسف ټينګار کړى دى په هغه صورت کې چې په دې باب کوم اقدام ونه شي ٤٩ زره تنه ماشومان چې د نايجريا په شمال کې ژوند کوي د خوارځواکې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي .
ددغه مرکز د څرګندونو له مخې :ډير ژر بايد د نايجريا شمال ته دبشري مرستو دليږدولو لپاره اقدام وشي.
ديونيسف په رپوټ کې دغه راز ويل شوي دي چې تر اوسه پورې دوه اعشاريه شپږ مليونه تنه اوس دبوکو حرام د تروريستي ډلې د فعاليتونو له امله مهاجر شوي دي . اوداسې انديښنې شته دوه اعشاريه دوه مليونه تنه نور چې څه دپاسه نيمايي ماشومان دي د بوکوحرام تر کنترول لاندې سيمو کې بند پاتې دي اوبشري دوستانه مرستو ته اړتيا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته