کابل باختر د چنګاښ پنځمه
د بریتانیا صدراعظم دیوید کامرون تير ماښام د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره ټلیفوني خبرې وکړې.
دجمهوري رييس ويندوى باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې ټلیفوني اړیکه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د وروستیو انکشافاتو، په قطر کې د طالبانو د دفتر د جوړیدو او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په باب خبرې وکړې.
د هېواد جمهوررئیس په دغو ټلیفوني خبروکې د دغو مسلو په اړه د افغانستان لیدلوری او دریځ په څرګند ډول بیان کړل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ