سیاستTOP

د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان له سفیر سره وکتل

کابل / د تلې ۱۰ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن غرمه د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف سره وکتل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛په دې کتنه کي شادمانوف پر دوه اړخیزو اړیکو، د مزارشریف هوایې ډګر د ترمیم او کابل ته له ازبکستان څخه د الوتنو د پیل په اړه مثبتې خبرې وشوې.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا غوښتنه يې وکړه.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته