خبرونهاقتصاد

په پنجشېر کې د برېښنا دوه برجونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

 کابل، د تلې لومړۍ نېټه، باختر

د پنجشیرد برېښنا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په رخې او عنابې ولسوالیو کې د برېښنا ۲ برجونه  ګټې اخیستنې ته وسپارل شوي دي.

د پنجشیر د برېښنا ریاست مسوول نواب کلانتري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د رخې ولسوالۍ برج د ۲۰۰ KVA او د عنابې ولسوالۍ برج د ۲۵۰ KVA  په ظرفیتونو د هېواد د برېښنا شرکت له خوا ۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ملي پيوستون پروګرام له لوري جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د دغو برجونو په پرانیستلو سره د سیمې خلک، دولتي او تجارتي ادارو ته  د برېښنا اسنتیاوې بربرې شوې دي. ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا