(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په پنجشېر کې د زیانمنو شویو ټولګټو پروژو د بیا رغولو چارې پیلېږي

کابل، د کب ۱۴مه، باختر

د پنجشېر د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې د زیانمنو شویو ټولګټو پروژو د بیا رغولو چارې پیل شي.

د پنجشېر د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي شیرعلي موزون د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په یادو پروژو کې د اوبو د سربندونو، کانالونو او د اوبو د څاه ګانو بیا رغول شامل دي، چې تېرو کلونو کې د طبیعي پېښو له کبله ویجاړ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت په مرکز بازارک او ۷ ولسواليو کې ۱۲ پروژې د یاد رياست له تخنيکي سروې وروسته تاييد شوي او بیا رغولو ته اړتيا لري.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا