سیاست

د انتخاباتو خپلواک کميسيون د رڼوانتخاباتو د ترسره کولو ژمنه وکړه

کابل باختر دسلواغې شلمه :
د اساسي قانون پرتطبيق باندې د څارنې د خپلواک کميسيون رييس پوهاندګل رحمان قاضي د انتخاباتود خپلواک کميسيون له رييس او غړو سره په ګډه غونډه کې د رڼو انتخاباتو په ترسره کولو باندې ټينګار وکړ .
دباخترآژانس دخبر له مخې: په دې غونډه کې چې د انتخاباتودخپلواک کميسيون د رييس ډاکتر احمديوسف نورستاني او د اساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې د خپلواک کميسيون د يوشمېر غړواو ددغه کميسيون د دارالانشا د غړو په ګډون جوړه شوه؛ پوهاندګل رحمان قاضي طرحه کړه چې د انتخاباتو خپلواک کميسيون دې د هيوادله اساسي قانون سره سم د پټو او مستقيمو رايو له لارې د هيواد د راتلونکي جمهور رييس د انتخاب زمينه برابره کړي .
ده دغه راز طرحه کړه چې بايد هيڅ نوماند د بهرنى هيواد تابعيت ونه لري او کميسيون په دې اړوند وکولاى شي د بهرنيو چارو وزارت له لارې معلومات ترلاسه کړي .
دغه راز د انتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتر احمد يوسف نورستاني دخبرو په ترڅ کې دکار نيمګړتيا او پياوړوټکو ته اشاره وکړه او ويې ويل: د بايمتريک سيستم نشتوالى يوه اساسي  ستونزه ده. خو له دغو ستونزو سره سره دکميسيون منسوبينومسلکي زده کړې  کړې دي .
ده څارنه د تقلب د مخنيوي يوه اساسي رکن وباله او له رسنيو، مدني ټولنې او کتوونکو څخه يې وغوښتل چې له کميسيون سره همکاري وکړي .
ده دغه راز وويل: هغه کسان چې په انتخاباتي مبارزوکې سرغړونه کوي؛ د هغوى رپوټونه دې د اساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې خپلواک کميسيون ته ورکړى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته