اقتصاد

په هرات کې دتاپي پروژې دپرانستلو دمراسمو دامنيت دتامينولو لپاره امنيتي تدبيرونه

کابل باختر د کب لومړى :
په هرات ولايت کې دتاپي پروژې  دکار دپرانستلو دوخت له رارسيدو سره جوخت امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې ځانګړي امنيتي تدبيرونه  نيولي دي .
دمسوولينو دڅرګندونوله مخې، دپوليسو  دځواکونو داحضاراتو کچه لومړى درجې ته راغلى دى  او دښار ټولې ناحيې او ددغه ولايت ولسوالۍ په امنيتي  کمر بندونو سره سمبال شوي دي .
دغه تدبيرونه چې په هرات ولايت کې دتاپي پروژې دکار دپرانستلو دمراسمو په خاطر  ترلاس لاندې نيول شوي دي او ټول امنيتي بنسټونه په تيره بيا دپوليسو ځواکونو په دې لاره کې ځانګړې دندې په غاړه لري .
  دهرات دپوليسو يو مقام  سيد احمد محمدي په دې بيان سره چې دامنيتي ځواکونو دتيارسى په حال کې دي زياته يې کړه دپلتنې زياتې سيمې جوړې شوې دي او دځواکونو ګزمې زياتې شوې دي دوسايطو په تګ راتګ هم څارنه زياته شوې ده او دبې لمبر پليټه او دتورو ښيښو  موټرو دتګ راتګ مخه نيول شوې  ده .
دمحمدي دڅرګندونوله مخې،  ددغو مراسمو  ټولې سيمې تر سخت امنيتي او کشفي پوښښ  لاندې نيول شوي دي او ټول امنيتي ځواکونه ددغو مراسمو دبشپړ امنيت دتامينولو لپاره کار کوي .
  ختم- عطاالله_اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته