فرهنګ

د ښوونکي د ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه پیغام

کابل /دتلې ١٣مه /باختر:
د اکتوبر ۵ مه هر کال په ټوله نړۍ کې د ښوونکي د نړیوالې ورځې په نامه نمانځل کېږي. د دغې نړیوالې ورځې د نمانځنې اصلي موخه د وړکتونونو او ښوونځیو د ښوونکو، پوهنتونونو او نورو تحصیلي موسسو د استادانو او همدارنګه د پوهنې ډګر د نورو کارکوونکو د ستر انساني کار او زیار ستاینه او د هغوی درناوی دی.
ښوونکي او استادان په افغاني ټولنه کې خورا لوړ معنوي مقام لري.
د افغانستان ښوونکو او استادانو په ډېرو سختو شرایطو کې په هېواد کې د پوهنې ډیوه بله ساتلې ده او آن د  سرپه بیه د ناپوهۍ او جهالت پر وړاندې درېدلي دي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې د زده کوونکو او محصلانو پر مخ پرانیستي ساتلي دي. دوی پر موږ ټولو حق لري چې هر اړخیز ملاتړ یې وکړو او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړو.  
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د هېواد ټولو ښوونکو او استادانو او د پوهنې ډګر تولو خدمتګارانو  ته د زړه له تله د دغې ورځي مبارکي وایي، پرې ویاړي او په ټولو چارو کې ورته د لا ډېرو بریاوو هیله کوي. ن-ش

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته