خبرونهامنیت

په پنجشېر کې د ملي اردو ليکو ته د ځوانانو د جذبولو پروګرام پيل شو

کابل، د وږي٢٠مه، باختر

د پنجشېر د جلب او جذب قوماندانۍ په دغه ولايت کې د ملي اردو ليکو ته د ځوانانو د جلب او جذب پروګرام د پيل خبر ورکړ.

د پنجشير ولايت د ملي اردو د جلب او جذب  قوماندان قاري حسن البنا حديد وويل:

د دغه پروګرام له پيل څخه تر اوسه پورې په لسګونو تنه داوطلب ځوانان په داوطلبانه ډول په دغه مرکز کې د ملي اردو په ليکو کې جذب شوي دي.

هغه زياته کړه دغو ځوانانو په خپلې علاقمندۍ سره د پنجشېر د مرکز بازارک ښار او له ولسواليو څخه په دغه مرکز کې  د هېواد د ملي اردو په ليکو کې نوم ليکنه وکړه.

د پنجشېر د جلب او جذب قوماندان وويل چې دغه پروګرام د هېواد د ملي دفاع وزارت او د وسله وال پوځ د ستر درستيز د رهبرۍ په امر دغه پروګرام پیل شوی دی.

د پنجشېر د جلب او جذب  قوماندان قاري حسن البنا حديد څرګنده کړه چې دغه پروګرام د اسلامي او ملي ارزښتونو او د مسلکي او ځواکمنې ملي اردو د جوړولو په مقصد د پنجشېر په ګډون د هېواد په ټولو ولايتونو کې پيل شوې دي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا