ښوونه او روزنه

دغور له دارالمعلمين څخه درې سوه تنه فارغ شول .

کابل باختر د مرغومي څلورمه
  څه دپاسه درې سوه تنو دغور ولايت له عالي دارالمعلمين څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دغور ولايت دعالي دارالمعلمين رييس فضل الحق فايق باختر اژانس ته وويل دغو فارغانو خپلې لوړې زده کړي ددغې موسسې دساينس ،  رياضي ، اجتماعياتو ، ادبياتو او شرعياتو په څانګو کې پاى ته رسولي دي
دفايق دڅرګندونو له مخې په غور ولايت کې ددغه دارالمعلمين له جوړيدو څخه پنځه کاله کېږي تراوسه پوري څه دپاسه زرو تنو ځوانانوچې يو سلو پنځوس تنه يې نجونې دي له دغه دارالمعلمين  څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړي دي او  ددغه ولايت په ښوونځيو کې دښوونکو په توګه دنده ترسره کوي .
ددغه دارالمعلمين درييس دڅرګندونو له مخې ددولتي ادارو شپږ سوه تنو کارکوونکو هم دداخل خدمت په توګه خپلې زده کړي بشپړي کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته