خبرونهټولنه

په پنجشېر کې د يوه  سړک د جوړولو چارې پیل شوې

– کابل، د زمري ۲۱ مه، باختر

د پنجشېر د شتل  ولسوالۍ سيمه ييزو مسوولینو پرون په دغه  ولسوالۍ کې د کليوالي فرعي  سړک د جوړولو خبر ورکړ.

د پنجشېر ولايت د شتل ولسوال ملا امير محمد امارتي وايي، دغه کليوالي فرعي سړک چې يو کيلومتر اوږدوالی او څه د پاسه  پنځه متره سور لري، په دې ولسوالۍ کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، چې د دغه سړک د جوړېدو لګښت د يادې ولسوالۍ د خلکو له خوا ورکول کېږي.

د پنجشېر د شتل ولسوال وويل، چې په راتلونکي کې به د دغه فرعي سړک په جوړېدو سره د دغې  ولسوالۍ د مارې، اندروسات او سيغاور کليو اوسېدونکو ته د تګ را تګ زمینه برابريږي.

په همدې حال  کې د يادو کليو اوسېدونکي خوښي څرګندوي، چې د دغه سړک د جوړېدو چارې يې پيل کړې دي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا