امنیت

په هرات کې دځانمرګي بريد دپيښې دسردزيان زيات شول

 

کابل باختردوري دمياشتې ٢٢ :

په هرات ولايت کې نن دځانمرګي بريد دقربانيانو شمير يوولسو تنو ته ورسيد.

ويل کيږي چې ددغې پيښې پنځوتنو ټپيانو روغتون ته له ليږدونې وروسته دسختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

درارسيدلو خبرونوله مخې،ځانمرګي بريدکوونکي نن سهار په چاوديدونکو توک بار يو موټر   دهرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ ودانۍ ته مخامخ وچاوه .

وروستي وړاندي شوي ارقام وايي چې  تراوسه پوري ديوې ښځې او څلورو تنو پوځيانو په گډون  يوولس تنه وژل شوي او اوولس تنه  ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

په هرات ولايت کې دحوزوي روغتون ويندوى ډاکتر محمدرفيع شيرزي  وايي  چې په دې پيښه کې تراوسه پوري  ديوې ښځې او څلورو پوځيانو په گډون يوولس تنه وژل  شوي او اوولس تنه نور چې ټول يې ملکي  کسان دي ټپيان شوي دي .

ده ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته