(PS)خبرونه(PS)روغتیا

په پنجشېر کې د کرونا ناروغۍ واکسین کمپاین پيل شو

کابل، د غبرګولي ۹مه، باختر

د پنجشېر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ واکسین کمپاین پيل شو.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر اسدالله نجات د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه کمپاین به په مرکز بازارک سربېره، په  ټولو ولسوالیو کې پلې کېږي، چې ۵ ورځې به دوام وکړي.

نجات د ټولو دولتي ادارو له رهبرانو غواړي، چې خپل ټول کارکوونکي د دغه واکیسن د پلې کولو لپاره کتلوي آمریت ته معرفي کړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا