خبرونهټولنه

په پنجشېر کې سلګونو بېوزلو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

 کابل، د زمري١٧ مه، باختر

د پنجشېر له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست پرون د دغه ولايت  په رخه ولسوالۍ کې  پر ٣٠٠ بېوزلو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.

د پنجشېر له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس احمد ضيا يزداني باختر آژانس ته وويل چې دغه رياست پر هرې مستحقې کورنۍ يوه- یوه بورۍ وريجې ووېشلې.

يزداني وويل چې د دغه ولايت په نورو ولسواليو کې هم د ورته مرستو د وېش بهير پيليږي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا