سیاست

محمديونس قانوني په افغانستان کې دبريتانيا له سفير سره وکتل .

کابل باختر دثور  اته ويشتمه :
دجمهوري رياست سرپرست محمد يونس قانوني نن غرمه په افغانستان کې دبريتانيا دشاهي هيواد له سفير ريچارد استګ سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
  په دې کتنه کې دجمهوري رياست سرپرست دويم پړاو ته دجمهوري رياست دانتخاباتو دبهير دتللو يادونه وکړه او ويې ويل چې دجمهوري رياست  دواړو مخکښو  نوماندانو دانتخاباتو دلومړي پړاو  دوروستيو نتيجو داعلامولو  د هرکلى په ترڅ کې دانتخاباتو په دويم پړاو کې  دزيات اوښه شفافيت غوښتنه  کړې ده او دافغانستان خلک هم هيله لري چې دغه بهيرپه  سمه توګه ترسره شي .
محمد يونس قانوني دغه راز زياته کړه  هيله لرو هغه نيمګړتياوې چې دجمهوري رياست دانتخاباتو په لومړي پړاوکې موجودې وې په دې پړاو کې له سره پيل نه شي چې  دافغانستان  راتلوونکي مشرتوب زيات مشروعيت ولري .
په دې کتنه کې دبريتانيا دشاهي هيوادسفير ريچارد استګ هم په افغانستان کې دانتخاباتو له شفاف  بهير سره دخپل هيواد ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه چې په دې پړاو کې  به ديوناما او دانتخاباتو له کميسيونونو سره همکاري وکړي .
  ده يادونه وکړه  هيله ده چې ټولو لورو له تيرو انتخاباتو څخه لازم  درسونه زده کړي دي .
ديوبل خبر له مخې دجمهوري رياست سرپرست محمد يونس قانوني دصدارت  دګلخانې په ماڼۍ کې  دخپل کار په دفتر کې په افغانستان کې داستراليا   له سفير جان فليپ سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
  په دې کتنه کې دجمهوري رياست سرپرست  استراليا  يو له هغو هيوادونو څخه وباله چې له افغانستان سره يې په پوځي برخو او دبيا رغاونې په چارو کې زياتې مرستې کړي دي .
محمد يونس قانوني  له دې امله چې استراليا زياته موده کيږي زموږ دګڼ شمير هيوادوالو  کوربه دى مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل چې دافغانستان خلکو څه موده مخکې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې دخپل ګډون سره ښه عمل وکړ او ويې ښودله دبن په بهير باندې چې په ٢٠٠١  ميلادي کال کې يې بنسټ ايښودل شوى دى باور مند دي او ددغه بهير ددوام غوښتنه کوي .
دجمهوري رياست سرپرست دې ته په اشارې سره چې دافغانستان انتخابات دويم پړاو ته تللي دي زياته کړه هيله لرو چې په افغانستان کې ديوناما او دانتخاباتو دکميسيونونو هلې ځلې  په هغه تګلوري کې وي چې  زموږ خلک يې هيله لري او هغه دانتخاباتو دترسره کولو په نتيجه کې  دهيواد دراتلوونکي مشرتابه ټاکنه ده چې په بشپړ  شفافيت کې تحقق ومومي .
  محمد يونس قانوني دغه راز هيله وکړه چې دجمهوري رياست نوماندان په خپلو کمپاينونو کې په خپلو کاري پروګرامونو تمرکز وکړي او اجازه ورنه کړي چې په دې بهير کې قوم پالنه اوژبې او په سمت تمکين ستر وي چې کولاي شي دهيواد راتلوونکي وګواښوي .
په دې کتنه کې په کابل کې داستراليا  سفير جان فليپ  په افغانستان کې دانتخاباتو دلومړي پړاو برياليتوب وستايه اوزياته يې کړه چې په ښه توګه دانتخاباتو ددويم پړاو دترسره کولو لپاره بايد دکميسيونونو دظرفيتونو دلوړولو په لاره کې پاملرنه وشي .
  داستراليا سفير دغه راز په افغانستان کې دوروستيو طبيعي پيښو له مصيبت ځپلو  کسانو سره دهمدردي دڅرګندونو په ترڅ کې زياته کړه چې هيواد يې پنځه مليونه ډالره دملګروملتودسازمان دخوړو دپروګرام له لارې او نيم مليونه ډالره ددغه سازمان دپرمختيايي پروګرامونو له لارې دافغانستان له خلکو سره مرسته کړې ده .
دجمهوري رياست سرپرست په همدې مناسبت زموږ په هيواد کې دطبيعي پيښو له مصيبت ځپلو کسانوسره داستراليا دمرستو له امله مننه او قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته