کابل باختر د ثور ديرشمه :
دوه نوې پوځي قطعې د بدخشان ولايت په ځينو سيموکې ځاى پرځاى شوې دي .
ددغو ځواکونو ځاى پرځاى کيدل په دغه ولايت کې د بد امنيو له زياتوالي او د تروريستي ډلو له پراخ شتون وروسته ترسره کيږي .
د کابل د ١١١ فرقې قوماندان جنرال قدم شاه شهيم دباختر آژانس خبريال ته وويل: ټاکل شوې ده دغه ځواکونه د نورو دفاعي او امنيتي ځوکونو ترڅنګ په بدخشان ولايت کې له تروريزم سره د مبارزې او د امنيت په تامينولوکې ګډون وکړي .
په دغو دوو پوځي قطعوکې دملي اردو اودملي پوليسو سرتيري شامل دي چې دوه زره تنه کيږي .
د دغو ځواکونو په ځاى پرځاى کولو سره د افغانستان پوځي مقامات هلې ځلې کوي چې بدخشان د تروريستي ډلو له شتون څخه پاک او د هيواد د شمال په دغه ولايت کې امنيت بيا تامين کړي.
دا په داسې حال کې ده چې بدخشان او په تېره بيا د دغه ولايت د جرم او وردوج ولسوالۍ په وروستيو دريوکلونوکې د طالبانوپه ګدون د تروريستي ډلو په ستر مرکز بدل شوې دي.
پوځي مقامات وايي چې اوس څه ناڅه ٣٠٠٠ چيچيني، ازبکي، تاجګي، پاکستاني او افغاني تروريستان له خپلوکورنيو څخه د بدخشان په ځينو سيموکې ځاى پرځاى شوي او په تروريستي بريدونو لاس پورې کوي.