خبرونهاقتصاد

په پنجشېر کې څه د پاسه ۷ زره متره مربع ځمکه  له غصب  څخه خلاصه شوه

 کابل، د تلې ۲۱مه، باختر

د پنجشېر کرنې، اوبو لګولو او مالدارې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په آبشار ولسوالۍ کې یې ۷ زره ۱۴۰ متر مربع ځمکه د غاصبینو له منګولو خلاصه کړې ده.

د پنجشېر د کرنې ریيس حافظ عبدالمجيب مشفق د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې ياده شوې ځمکه د آبشار ولسوالۍ په جور علي کلي کې د یو شخص له خوا غصب شوې وه.

حافط مشفق زیاته کړه، چې د امیرالمومنین له لارښوونې سره سم هڅه کوي له غاصبینو څخه غصب شوې ځمکې په قناعت او رضایت بېرته واخلي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا