کابل باختر د کب لومړي
د ننګرهار ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کې پرون ديوه ښوونځي دودانۍ دبنسټ ډبره کيښودل شوه .
دغه ودانۍدننګرهار ولايت د بيا رغاو نې دولايتي ټيم له خوا ديوسلو شلو زرو امريکايي ډالرو په لګښت په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي .
دننګرهار ولايت دپوهنې رياست مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ په دي ودانۍ کې اته درسي خونې ، څلور اداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .
مسوولين وايي ددغې ودانۍ په جوړيدو سره به ددرسي خونو دکمښت له پلوه دڅلور سوه تنو زده کوونکو ستونزې لرې شي .