خبرونهټولنه

په پنجشېر کې ۱۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې

کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر

د پنجشېر د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د برېښنا یوې شبکې په جوړولو سره ۱۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې.

د پنجشېر د برېښنا رئیس انجینر شعیب نظري د باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې دغه شبکه د عنابې ولسوالۍ په سنګین فراج سیمه کې د ۲ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې د ۱۰۰ کیلوولټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه شبکه پخوا د ولسي تړون پرواګرام له لوري پیل شوې وه.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا