سیاست

اجرائيه رئيس: هیچا ته په کونړ کې د ځنګلونو د وهلو او قاچاق اجازه نه ده ورکړل شوې

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله د ختیځو ولایتونو د مدني خوځښت له غړو سره وکتل.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې نن په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د ختیځو ولایتونو د مدني خوځښت غړو په هغه ولایت کې شته ستونزې له اجرائيه رئيس سره شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې د دوی د ستونزو په حل کې دې اقدام وکړي.
دغو ځوانانو له اجرائيه رئيس وغوښتل، چې په کونړکې دې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی وشي او هم دې له دې ولایت څخه د لرګیو د قاچاق په مخنیوي کې اقدام وشي.
هغوی دغه راز غوښتنه وکړه، چې د ځمکو د مافیا پر وړاندې دې اقدام وشي او د هغوی له لوري غصب شوې ځمکې دې بېرته را ګرځې. په ننګرهار کې له پاکستان څخه د راغلو زياترو کډوالو مېشتېدو د ختیځ ځوانانو ته نوې اندېښنې را پيدا کړې وې او غوښتنه یې وکړه، چې نورو ولایتونو ته د هغوی د لېږد لپاره اقدام وشي.
دوی د ننګرهار لپاره د ښاري ماسټر پلان په نشتون نیوکه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د راتلوونکي اوړي لپاره دې د ننګرهار د برېښنا مسئله په اساسي ډول حل شي.
د ختیځو ولایتونو مدني فعالانو غوښتنه وکړه، چې د ختیځ د پوهنیز بهیر کیفیت له منځه تلونکی دی او دا مهال د ننګرهار پوهنتون او ښوونځي د کیفیت له اړخه له ستونزوسره مخ دي.
د دغه بنسټ غړو د ننګرهار په امنیتي اداره کې د اساسي بدلونونو غوښتنه وکړه او هم یې د داعش او نورو وسله والو پر ځپلو ټینګار وکړ.
هغوی وویل، چې دا مهال ټول ختیځ یو حوزوي روغتون لري چې بسنه نه کوي او اړتیا ده، چې په دې برخه کې له سره کتنه وشي.
د کابل ـ جلال اباد او جلال اباد ـ تورخم د دویم سړک د رغېدو مسئله هم د ننني بحث د اجنډا برخه وه او غوښتنه وشوه، چې په انتصابي سناتورانو کې د معلولینو لپآره هم پاملرنه وشي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، د وزیرانو شورا اقتصادي کمېټې د خلکو په غوښتنه په کونړ کې یوازې پخو موادو ته اجازه ورکړې او هیڅوک نشي کولای، چې د پخو موادو لپاره ځنګلونه ووهي.
هغه وویل: هیچاته په هېڅ عنوان د ځنګلونو د وهلو او یا هم د چارتراشو د قاچاق اجازه نه ده ورکړل شوې.
اجرائيه رئيس زیاته کړه، چې ټولو وزیرانو ته د هغو پروژو چې ځنډېدلي د معلوماتو د راټولېدو هدایت ورکړی او د دې پروژو له ارزونې وروسته به د ختیځو ولایتونو ټولې ستونزې په ځانګړي ډول تر بحث لاندې ونیسي.
اجرائيه رئيس وویل: ژمی یو فرصت په مخکې لرو. د امنیتي ځواکونو د بیا تجهیز کولو او د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره ښه تدابیر په پام کې نیول شوي دي.
اجرائيه رئیس ټولو افغانانو ته خدمت خپل مسوولیت وباله او ویې ویل، چې له فساد سره په مبارزه، د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او د سولې په تامین کې د خلکو ونډه اساسي او مهمه ده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته