
کابل، د مرغومې ۲۸ مه، باختر
د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون ۱۳ جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.
د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس حافظ عبدالمجیب مشفق باختر آژانس ته وویل، چې د دولتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له لوري د یاد ولایت د عنابې ولسوالۍ په اړونده سیمه کې ۱۳ جریبه دولتي ځمکه تثبیت او تشخیص کړې، چې د خلکو له خوا پرې کورونه، هوټلونه او دوکانونه هم جوړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه ولایت کې د دولتي ځمکو د تثبیت لړۍ دوام لري او اسلامي امارت د عامه ملکیتونو په ملاتړ او ساتنه کې ځان مکلف بولي.
جهانیار