امنیت

په ننګرهار کې دداعش او طالبانو ترمنځ نښته کې ديوولسو تنو تروريستانو وژل کيدل .

کابل باختر د زمري  څلورمه
يوولس تنه تروريستان په ننګرهار ولايت کې  دطالبانو  په تروريستي ډلو او داعش پورې  داړوندو کسانو ترمنځ  نښتو کې  ووژل شول  او څليرويشت تنه  نور يې ټپيان شول .
په دغونښتو کې  له دواړو لورو څخه  څلور تنه تروريستان  ددغو دوو  تروريستي ډلو له خوا اسيران شوي دي .
  جګړه  پرون غرمه  د ننګرهار ولايت  دده بالا ولسوالۍ په ګرګري کلي کې  ونښته  او تر ناوخته پورې يې  دوام درلود .
  دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دغو نښتو کې يوولس تنه تروريستان ووژل شول  او څليرويشت تنه نور يې ټپيان شول .
  ده تاييدکړه چې په دغو نښتو کې څلور تنه تروريستان  ددواړو لورو له خوا اسيران شوي دي .
  وژل شوي کسان  او ټپيان  په دغو دوو  تروريستي ډلو پورې اړوند کسان بلل شوي دي . 
ديوبل خبر له مخې ،  په ننګرهار ولايت کې  په يوهوايي بريد کې ددوو تنو  پاکستانيانو په ګډون پنځه تنه  تروريستان ووژل شول .
  په دغو تروريستانو پرون ناوخته  دننګرهار ولايت  په لعل پورې ولسوالۍ په پورې اړوند په چک نور  کلي کې  په داسې حال کې چې ديو موټر په سپرلۍ  خپل  تروريستي ماموريت ته روان و دبې پيلوټه  جنګي الوتکې له خوا بريد وشو  .
دننګرهار ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال باختر اژانس خبريال ته وويل  چې په دې هوايي بريد کې ددوو تنو پاکستانيانو په ګډون پنځه تنه تروريستان ووژل شول .
  ده وويل  تروريستان  دتروريستي ماموريت  دترسره کولو لپاره  کوم ځاى ته روان و چې بريد پرې وشو .
ويل کيږي چې په دې هوايي بريدکې دچکنور دکلي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته