ټولنه

په تخار کې سلګونوکورنيو د څښاک روغتيايي اوبو ته لاسرسی پيدا کړ

کابل /د لېندۍ ٢٤مه /باختر
د تخار ولايت د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست مسوولينو د دغه ولايت د فرخار ولسوالۍ په څوکليوکې د۹ ژورو څاګانو د ګټې اخستنې خبرورکړ.
د تخار د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست وياند سميع الله صميمي باخترآژانس ته وويل د څښاک د اوبو دغه څاګانې د ديک، چشمه ګرمک، شهرپايين، سرقلات او د دشت رباط په کليوکې د اکتيد موسسې په مالي مرسته کيندل شوې دي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د دغوڅاګانو په کيندلوسره ٥٠٠ کورنیو د څښاک روغتيايي اوبو ته لاس رسی پيدا کړ.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې يوشمېر کورنیو د فرخار ولسوالۍ په يوشمېرکليوکې د څښاک اوبو د نشتوالي له امله شکايت درلود.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته