ټولنه

په پنځلس کيلو متره سړک کريړ واچول شو

کابل باختر دسلواغي  دويمه

  په بغلان ولايت کې په پنځلس کيلو متره سړک دکريړ اچولو او اوارولو کار بشپړ او نن ددغه ولايت  دامنيه قوماندان له خوا پرانستل شو .

 دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پرمختيا رييس ديپلوم  شفيق  علميار دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل،  په دغه سړک  چې پنځلس کيلو متره اوږدوالي لري په پلخمري  کې دهنګري دبيا جوړونې دولايتي ټيم له خوا دسلو زرو امريکايي ډالرو  په لګښت  کريړ اچول شوى دى .

 ديادونې وړ ده دغه سړک دګورګان  دنواقلو له ساحې څخه پيل او دسرخ کوتل تر ساحې پورې دوام لري او دڅه دپاسه اتلسو کليو داوسيدونکو ستونزې لري کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته