خبرونهسیاستTOP

حنفي: د ملګروملتونو له لوري د جوړېدونکو غونډو د ښه اغيزمنتيا لپاره بايد د افغان حکومت استازو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شي

کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې اوتنبایوا د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان له لوري ترسره شوي کنفرانس او خپل ګډون په اړه معلومات ورکړل.
ورپسې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مرستیال دانیل پېټر انډریس له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د وضعیت او ورسره د نړیوالو سازمانو له لوري د ترسره شویو مرستو په اړه مالومات شریک کړل.
نوموړي د اسلامي امارت له لوري د راستنېدونکو کډوالو چارو ته د رسېده ګي لپاره د عالي کمېسیون په چوکاټ کې د ۱۲ کمېټو کارونه او فعالیتونه عالي وبلل او تورخم، اسلام قلعه او سپین بولدک ته د خپلو سفرونو او له نږدې د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه یې خپله ارزونه وړاندې کړه.
په ورته وخت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې وويل چې د اسلامي همکاریو سازمان او نورو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له لوري، چې د افغانستان په تړاو هره غونډه جوړېږي باید د افغان حکومت استازي ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شي، ترڅو د دغو غونډو او کنفرانسونو پیغام په ښه ډول تبادله شي او دواړو لوریو ته به ګټورې هم تمامې شي.
نوموړي د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو اخراج د ټولو بین المللي اصولو او د بشري حقونو خلاف عمل وباله.
حنفي له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل ترڅو راستنېدونکو کډوالو ته د شتمنیو د انتقال حق په اړه، یاد هېوادونه په بشپړه توګه د بشري حقونو رعایت ته وهڅوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته