نړۍ

د جمعيت العلماى اسلام ګوند ايالتي منشي ووژل شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٨
د پاکستان په سند ايالت کې د جمعيت العلماى اسلام منشي خالد محمود سومرو نن په ډزو سره ووژل شو.
دپاکستان د ډان ورځپاڼې د خبري سايت دخبرله مخې: په خالد محمود د لمانځه له ادا کولو وروسته کله چې له جومات څخه روان و؛ د وسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو.
د خبرځاى د خبرله مخې: وسله وال کسان ساحې ته وننوتل او په ده يې ډزې کړې او وتښتيدل.
خالد محمود په يوه کنفرانس کې د ګډون لپاره د سګر ښارته ورغلى و چې ډزې پرې وشوې او ووژل شو او مړى يې روغتون ته وليږدول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته