امنیت

په ميدان وردګو ولايت کې د چاودنې له امله د ښوونځى يو زده کوونکى او يو انجنير شهيدان شول

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٦
په ميدان وردګو ولايت کې د يوې چاودنې له امله د ښوونځي يو زده کوونکي او يو انجنير شهيدان او د ښوونځي درې تنه زده کوونکي ټپيان شول .
د ميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه چاودنه دميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې يوه ښوونځي ته څېرمه په يوه موټرسايکل کې دچاوديدونکو توکو دچاودنې له امله وشوه.
د ده د څرګندونو له مخې: په دې چاودنه کې د يوولسمه ټولګي يو د زده کوونکى او يو انجنير شهيدان او د ښوونځي درې تنه نور زده کوونکي ټپيان شول.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د دغې پيښې ټپيان د ميدان ښار ملکي روغتون ليږدول شوي او د روغتيايي مسوولينو د څرګندونو له مخې، د پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته