امنیت

په قندهار کې دجنګي وسايلو يوه ستره ډيپو کشف شوه .

کابل باختر د لړم نولسمه :
په قندهار ولايت کې دطالبانو دوسلو اومهماتو يوه ستره ډيپو دپوليسو له خوا کشف شوه .
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ  مطبوعاتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه ډيپو پرون دپوليسو له خوا دډنډ ولسوالۍ دميان کو په سيمه کې دعملياتو په بهير کې  کشف شوه .
  خبرځاى زياته کړه په دغه ډيپو کې  يو څلويښت بوشکې چاوديدونکي توکي  يوسلو اتياکيلوګرامه امونيم نايتريت  چې دماينونوپه جوړولو کې کارول کيږي، ٢٧ لاسي بمونه او دهاوان  ماينونه او دتوپ ګولۍ  ځاى پرځاى شوې دي .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ، طالبانو غوښتل له دغو جنګي وسايلو څخه په قندهارولايت کې دتروريستي  او ورانکارو عملونو په ترسره کولو کې کار واخلي.
  له بله پلوه دسيمه ئيزو پوليسو ځواکونو په تيرو څلورو ورځو کې دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې  عمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې يوه اندازه وسلې اومهمات دپوليسو لاس ته ورغلي دي  اودطالبانو له خوا ښخ کړي شوي ماينونه هم کشف او شنډ کړي شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته