سیاست

قانونپوه سروردانش : له مخالفينو سره دسولې اوخبرو دبهير په وړاندې ددولت دريځ څرګند دى

کابل باختر د زمري لسمه :
دالکوزو دقوم دسراسري شورا  رييس  او ګڼ شمير غړو  نن  دجمهور رييس  له مرستيال  قانونپوه سروردانش سره  وکتل . 
   دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دکتنې برخه والو  چې دهيواد په يوولسو ولايتونوکې يې  دالکوزو دقوم  استازيتوب کاوه  ددغې شورا  دهدفونو او فعاليتونو  په بيانولو سره  ددغې شورا  ځينې غوښتنې او مطالبات هم  دجمهور رييس  له مرستيال سره   طرحه کړل .
دالکوزو دقوم  سراسري شورا  دخلکو سيمه ئيزو ستونزو ته پاملرنه  ،  دسولې تامينول او ددولتي ادارو په جوړښت کې  دقومونومشارکت  داساسي غوښتنو په توګه  طرحه کړل .
ددوى دڅرګندونو له مخې  دغه شورا  دشخړو دحل کولو ، دقومونو دوحدت  او پيوستون  او په نورو ټولنيزو برخو کې فعاليت کوي او د افغانستان دورونو قومونو ترمنځ  ديو والي او پيوستون ټينګښت  يو جدي ضرورت بولي .
دوى  دسولې له بهير سره  دملاتړ  په اعلامولو سره هيله وکړه  چې  ددولت  له وسله والو مخالفينو سره  دخبرو په باب  دافغانستان دحکومت  هلې ځلې  نتيجه ورکړي  او په هيواد کې  دايمي سوله تامين شي .
  دجمهور رييس مرستيال  دکتنې برخه والو ته وويل داساسي قانون له حکم سره سم  دافغانستان دولت  دقومونو دبرابرۍ  او دانډوليزې پرمختيا داصل پربنسټ  دحکومت  د جوړولو  مکلفت لري او دافغانستان دورونو دقومونو ترمنځ  دهمغږي  او پيوستون لپاره هلې ځلې  دملي وحدت دحکومت  يو لومړيتوب دى .
  قانونپوه دانش  سوله او امنيت  په هيواد کې يو اصلي ضرورت وباله  او ويې ويل تر هغه وخته پورې چې  په هيواد کې هميشنۍ امنيت او سوله تامين نه شي  دافغانستان دخلکو  دنورو ستونزو  حل کول به  امکان ونه لري .
دجمهور رييس دمرستيال دڅرګندونوله مخې ددولت له وسله والو مخالفينو سره  دسولې او خبرو دبهير په وړاندې  دافغانستان ددولت دريځ  څرګند اورښانه دى . او ددې هيله هم شته  په هغوبدلونونوسره  چې په دې وروستيو وختو کې رامنځته شوي دي  دسولې بهير  دافغانستان دخلکو  دغوښتنې وړ  نتيجو سبب شي .
  قانونپوه دانش  دکتنې دبرخه والو  دنورو غوښتنو دڅيړنې په برخه کې هم ډاډ ورکړ او زياته يې کړه  چې ددولتي ادارو په جوړښت کې دقومونو مشارکت  دهغوى  هيوادنۍ حق دى . او دافغانستان حکومت مکلفيت لري  چې دخلکو داساسي حقوقو دتامينولو لپاره  ځواب ووايي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته