اقتصاد

په راستنيدونکو دغالۍ اوبدلو پنځه زره دستګاوې ويشل کيږي

کابل باخترد سلواغې ٢٢ نيټه  :
د غالۍ  ا وبدلو دپنځه زره دستګاو  دبرابرولو  او ويشلو تړون نن  دکليودبيا  جوړولو اوپراختيا د وزارت او دافغانستان دفرشونواو غاليو  دمرکز دګډو  شرکتونو او د سيدبلال سادات دشرکت ترمنځ لاسليک شو.
باخترآژانس دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ.
دغه پروژه  د حکومت له بودجې څخه  د ١٣٣ ميليونو  اووه سوه  اته پنځوسو زرو  افغانيو په لګښت تمويليږي  او پنځلسو زرو تنو ته  په مستقيم ډول او پنځوسو زرو تنو ته په غير مستقيم ډول دکار موندنې زمينې  برابروي.
دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا وزير  مجيب الرحمن کريمي ددغه قرارداد دلاسليک کولوپه  وخت کې وويل ؛دغه پروژه په  اتو ولايتونوکابل ، ننګرهار ، بلخ  ، لغمان ، پروان  ، بغلان ، هرات او د قندهار کې   فعاليت کوي 
ددغې پروژې اصلي هدف دا دى   چې  دکليوالي صنايعو دودې په ترڅ کې   پنځلسو زرو تنو ته په مستقيم  ډول اوپنځوسو زرو تنو ته  په غيرمستقيم ډول   دکارزمينه برابروي  چې له دغې پروژې څخه به  راستانه شوي مهاجرين ګټه واخلي.
ديادونې وړ ده چې  دکليوالي صنايعو  دپرمختيا ملي  پروګرام  دکليوالي اقتصاد دودې   ، دسيمه ييزو تشبثاتو دپياوړتيا ، دعوايدو دزياتوالي  او کليوالي ښځو او نارينه و ته دکار موندنې په مقصد دکليو دبيا  جوړولو او پراختيا وزارت په  چوکاټ کې   جوړ شوى دى.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته