ټولنه

د افغانستان له بې ځايه شويو کسانو سره د نړيوالو مرستو پر دوام ټينګار وشو

کابل/ دلړم ١٤مه/باختر
په افغانستان کې د پناه غوښتونکو په چاروکې د ملګروملتو سازمان د عالي کميشنرۍ  رييسې د هرات له والي عبدالقيوم رحيمي سره په کتنه کې له بې ځايه شويو کسانو سره  د دغې ادارې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
په افغانستان کې د پناه غوښتونکو کميشنرۍ لويې رييسې مېرمن کارولين ون بيورن هرات ولايت ته په خپل لومړنى کار سفرکې د مهاجرينو په چاروکې د مرستندويو موسسو د فعاليتونو د څېړنې په ترڅ کې د دغو همکاريو او مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
هغې په هرات ولايت کې د دغه بنسټ فعاليتونه او د دغه ولايت د مشرتابه اقدامات ارزښتناک او د قدر وړ وبلل.
د هرات والي د کورنيو بې ځايه شويو کسانو ستونزو ته په اشارې سره د دوى  د استوګنې په اصلي سيموکې له بې ځايه شويو کسانو سره د نړيوالو موسسو د مرستو او همکاريو د زياتوالي غوښتنه وکړه.
د هرات والي د بې ځايه شويو کسانو په تېره بيا د ژمي په موسم کې د ښځو او ماشومانو ستونزې جدي وبللې.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته