خبرونهټولنه

په پکتيا، بلخ او پکتیکا کې زرګونو بې وزله کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل، د سلواغې ٧مه، باختر
په پکتيا، بلخ او پکتیکا ولایتونو کې له ٨ زره ٣٣٢ بې وزله کورنیو سره مرسته وشوه.
د خوړو نړیوال پروګرام په مالي مرسته د پکتیکا په نکه ولسوالۍ کې پر ١٨٠٠ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چې په کې ٧٥ کیلواوړه، ٦ لېټره غوړي، ١٠ کیلو دال، او نور خوراکي توکي شامل وو.
او دغه راز د دې ولایت تروې ولسوالۍ کې هم پر ٢ زره ٤٨٢ اړمنو کورنيو خوراکي توکې ووېشل شول، چې په کې اوړه، غوړي او مالګه شامله وه.
ورته مهال په بلخ کې د لاس په لاس موسسې په مالي ملاتړ ٤٥٠ اړمنو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول، چې ٢ بورۍ اوړه، ۲ بورۍ وریجي، ٢٠ لېټره غوړي، ٧ کیلو لوبیا او نور خوراکي توکي ورکړل شول.
همدارنګه پکتیا کې پر ٤ زره ٥٠ بېوزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چې هرې کورنۍ ته په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلو غوړي، ۶.۲۵۰ کیلو دال او یو پاکټ مالګه ورکړل شوه.
لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا