سیاست

مطبوعاتي اعلاميه

لښکر ګاهباخترد زمري ١٣ مه
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه د اجراييه رياست د لومړي مرستيال مطبوعاتي اعلاميه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د کاواکه او غیر سنجیده خبرو له امله په نړۍ کې د یوې جنجالي څېرې په توګه پیژندل کېږي پرون یې یو ځل بیا د افغانستان په اړه خپلې پخوانۍ سپکې خبرې تکرار کړي دي.
د ډونالډ ټرمپ دا ډول څرګندونې د یو ستر هېواد او امریکایي ولس په استازولۍ د حیرانتیا وړ او د یاد هېواد لپاره له شرمه ډکې دي.
امریکا د خپلو لسګونو متحدینو په مرسته په تېرو دوو لسیزو کې ونه توانیده چې یوې کوچنۍ وسله والې افغانۍ ډلګۍ ته ماتې ورکړي او نن دې ته اړ ده چې له همدغې کوچنۍ ډلګۍ سره د سولې او خبرو اترو میز ته کېني.
ټرامپ په دا ډول څرګندولو سره غواړي په افغانستان کې خپله ماتې پټه او د پښو سپکولو لپاره لارې چارې ولټوي.
افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې تل امپراطور ماتوونکى ځلېدلی او بیا به هم د الله جل جلا له  په مرسته او نصرت سره همداسې پاتې وي.
پاىجهانيار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته