امنیت

داسيا بنسټ : سوله او امنيت دافغانستان دخلکو لومړنۍ غوښتنې وې

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
  داسيا دبنسټ د ٢٠١٦ کال دسروي نتيجې نن په يوه خبرې  غونډه کې بيان شوې .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې  ددغې خبري  غونډې په پيل کې داسيا د بنسټ رييس  عبدالله احمدزي  دترسره شوې سروې په باره کې وويل  چې  ددغه بنسټ کارکوونکي دهېواد په څلور ديرشو ولايتونو کې   له  ١٢٦٠٠ تنو سره دامنيت ، اقتصادي ودې او کارموندلو دښې حکومتوالۍ دپراختيا سياسي مشارکت ، په اطلاعاتو دلاسرسي  مهاجرت  او په ټولنه کې  دښځو درول په وړاندې د چلندونو په باب مخامخې مرکې کړي دي .
ده وويل چې دغه مرکې  له زياتو ستونزو سره  جوختې وې او ټولو خلکو سوله او امنيت خپلې لومړي درجه غوښتنې بللې دي .
داسيا بنسټ دنړيوال انکشاف  يوه غير انتفاعي موسسه ده او دښې حکومتوالۍ دپياوړتيا ، دښځو دځواکمن کولو د اقتصادي  فرصتونو  دپراختيا   په خپلو  پښو دښځو دبيا درولو دځواکمنۍ  دزياتوالي او داقتصادي همکاريو دلوړولو په باب فعاليت کوي .
په  دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې  پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي ، دملي شورا يوشمير غړو او دځينو دولتي ادارو استازو ګډون کړي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته