(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په پکتيا او پکتیکا کې ۱۵۰ زره څارويو ته د پوستكي ناروغۍ واکسین ورکول کېږي

کابل، د غوایي ٢٣مه، باختر
د پکتيا او پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، چې په دغو ولایتونو کې ۱۵۰ زره څارویو ته د پوستکي ناروغۍ واکسین ورکول کېږي.
د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس مولوي عبدالروف سعيد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وويل، چې په دغه ولایت کې به ١٠٠ زره څارويو ته FAO موسسې په همکارۍ د پوستکي ناروغۍ واکسین ورکړل شي، چې دا کمپاين به تر چنګاښ میاشتې ٩٠ سلنه بشپړ شي.
په ورته وخت کې د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شېر احمد ذبیح د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د FAO موسسې په همکارۍ به د مرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې ۵۰ زره څارويو ته د پوستکي ناروغۍ واکسین وشي، چې نن یې کمپاين پیل شو.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په ګڼ شمېر ولایتونو کې زرګونه څارويو ته د پوستکي ناروغۍ د واکسين کمپاینونه پیل شوي وو.
ص،ځلاند

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا