امنیت

له طالبانو څخه د تښتول شوي کسانو دخلاصون لپاره هلې ځلې دوام لري .

کابل باختر د لړم لسمه :

وسله والو طالبانو دجوزجان ولايت  دقوش تيپې  ولسوالۍ  څلور تنه  اوسيدونکي  له ځان سره بيولي دي .

  په جوزجان ولايت کې  يوسيمه ئيز مقام وايي  چې وسله والو طالبانو  دقوش تيپې ولسوالۍ  دجرق دوق  دکلي  څلور تنه اوسيدونکي  له امنيتي ځواکونوسره ددوى د زامنو دهمکارۍ په تور  پرون سهار  له ځان سره بيولى دي .

  دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ خاشي  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې وسله والو طالبانو دغه کسان  دملي پوليسو  په ليکو کې  ددوى دزامنو ددندو  داجرا کولو په تور  له ځان سره بولي دي . او تراوسه پورې ددوى دبرخليک په باب  خبر نه دى ترلاسه شوى  خو دسيمې مشران  هلې ځلې کوي  چې دغه کسان  دطالبانو له منګولو څخه  ازاد کړي .

  دجرق دوق دکلي  دسيمه ئيزو پوليسو قوماندان  وايي  هغه کسان  چې طالبان بيولي دي  هغه کسان دي  چې زامنو يې  دوه کاله مخکې دسيمه ئيزو پوليسو په ترکيب کې  دنده لرله او اوس  ترخيص شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته