کابل / د وري ۱۰ / باختر
دوه داعشیان چې ویل کېږي په هدفمندو ترورونو او دغې تروریستي شبکې ته د ځوانانو په جذبولو بوخت وو، په ننګرهارکې ونیول شول.
دغه ۲ تنه داعشیان نن د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي امنیت په ځانګړو عملیاتوکې ونیول شول.
د ننګرهار د ملي امنیت یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې نیول شوي کسان په پاکستان کې د خپلو قوماندانانو په لارښونه د داعشیانو په ډله کې په هدفمندو ترورونو او د ځوانانو په جذبولولاس پورې کاوه.
له نیول شویوکسانوڅخه یوه اندازه جنګي وسایل هم ترلاسه شوي دي.
پای-ع