سیاست

جمهور رئیس غني د ملي امنیت منسوبینو ته په خطاب کې: ستاسو سم معلومات د هرې مرمۍ قوت سل برابره کوي

کابل_باختر د کب د مياشتې ٢٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د خوست، کونړ، لوګر، پکتیا او د ننګرهار د ولایتونو د ښاري حوزو او ولسوالیو د ملي امنیت له آمرانو او مدیرانو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د ملي امنیت د لوى ریاست سرپرست مسعود اندرابي د هېواد د ولسوالیو او ښاري حوزو د ملي امنیت مدیرانو او آمرانو د دوه ورځني سیمینار په هکله د معلوماتو د ورکولو پرمهال وویل، د لومړی ځل لپاره هغوی له یو بل سره وکتل او خپلې تجربې او ننګونې یې سره شریکې کړې.
هغه وویل، یاد سیمینار د هېواد حقیقي امنیتي وضعیت وارزاوه او پایلې به یې له جمع بندي وروسته د ملي دفاع او کورنیو چارو له وزارتونو سره هم شریکې شي.
وروسته د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ملي امنیت له لوى ریاست څخه یې د یاد سیمینار د جوړولو په خاطر مننه وکړه او یاد سیمینار یې د خپلو اوپراتیفي او اطلاعاتي چارو لپاره ګټور وباله.
هغه له امنیتي ارګانونو سره د هېواد د امینت د ښه تامین په برخه کې د قومي مشرانو او مخورو، دیني عالمانو، ځوانانو او مدني فعالانو همکاري ارزښتناکه وبلله.
جمهور رئیس غني د یادو معلوماتو له اورېدلو وروسته د یاد سیمینار جوړول یو ښه نوښت وباله او د افغانستان خلکو ته د خدمت په خاطر یې د ملي امنیت د منسوبینو له باور او زړورتیا څخه مننه وکړه. هغه وویل، ملي امنیت سترګې، غوږ عقل او پټه توره ده.
جمهور رئیس څرګنده کړه، ستاسو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو د مبارزې او سرښندنو له برکته به راتلونکي نسلونه ارام وي. هغه زیاته کړه، دا وطن په ګډه او اتفاق جوړو.
محمد اشرف غني وویل، اوس د ژمنتیا وخت دی او باید د دې هېواد هر بچی دا ژمنه وکړي، چې دې خاورې ته په خدمت او یوازې په همدې خاوره کې باعزته ژوند کوي.
جمهور رئیس د ملي امنیت منسوبینو ته په خطاب کې وویل، چې د هېواد د جغرافیې او عنعناتو د پېژندنې په برخه کې کوښښ وکړي، ځکه د وطن او خلکو له پېژندنې پرته د چارو ترسره کول سخت دي.
جمهور رئیس غني وویل، په افغانستان کې جنګ د حق او باطل تر منځ جنګ دی. هغه زیاته کړه، موږ مسلمان یوو او له اسلام پرته بله فلسفه نه لرو.
جمهور رئیس وویل، د ملي امنیت دنده د غیر مشروع قوې د استعمال مخنیوی دی او زیاته یې کړه، که د جګړې په اړه دقیق معلومات نه وي، په يوازې توب د وسلې استعمال ګټور نه دی.
هغه وویل، ستاسو سم معلومات د هرې مرمۍ قوت سل برابره کوي او که معلومات نیمګړي وي د یوې پرځای سل مرمۍ بې ځایه مصرفېږي. جمهور رئیس زیاته کړه، قوه داسې استعمال کړئ چې پایله ولري او خلکو ته د منلو وړ وي.
جمهور رئیس په پای کې په ټینګار وویل، د افغانستان دولت ټینګ عزم او اراده لري چې موږ باید په پیاوړې اراده دا وطن اباد کړو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته