امنیت

په پکتيا کې درې تنه وسله وال طالبان ونيول شول .

  دپکتيا ولايت امنيتي مسوولينو تيره شپه درې تنه دتروريستي بريدونو په تور ونيول .

  دغه چارواکي وايي دغه درې تنه تيره شپه  دافغان ځواکونو  دعملياتو په بهير کې  دپکتيا ولايت دسيد کرم  ولسوالۍ د عثمان خيلو له سيمې څخه له يوې اندازې وسلو سره ونيول  شول .

 د ٢٠٣ تندر قول اردو ويندوى دګروال ساعت ګل  هوټک دباختر اطلاعاتي اژانس ته   وويل، په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو اوملکي وګړو ته کوم زيان نه دى  رسيدلى .

  ويل کيږي    نيول شوي افراد چې نومونه يې نه دي اخستل شوي په پکتيا ولايت کې په څو تروريستي پيښو کې لاس درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته