امنیت

دداعش تروريستي ډلې په توره بوره کې ماتې وخوړه

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
دهېواد ددفاعي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې د تورې بورې  دالف خيلو دکلي ټولې ساحې  تر خپل کنترول لاندې ونيولې .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ددغو عملياتو په بهير کې  چې دسيلاب  ٧ په نامه دننګرهار ولايت دپچير او اګام دولسواليو په مربوطاتو کې دامنيت دتامنيولو په موخه ترسره شول دتورې بورې دناحيو ټول کلي دداعش دتروريستي ډلې له شتون څخه پاک شول او دداعش تروريستي ډله له ساحې څخه  تښتيدلې ده .
دغه پيل  شوي عمليات په برياليتوب سره دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته