کابل –باختر دتلې ١٥
د آيساف دپوځي ځواکونو يو ټانګ دکندز ولايت دچاردرې ولسوالۍ په سړک کې دماين دچاودنې له امله ويجاړ شو.
آيساف باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره دغه پيښه تاييده کړ؛ خو وې ويل چې په دې پيښه کې د دوى عسکروته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دسيمې يو تن اوسيدونکي ګل احمد باختر آژانس ته وويل: چې دغه چاودنه دکندز دچاردرې ولسوالۍ په نو آباد سيموکې وشوه او د آيساف يو ټانګ يې ويجاړ کړې دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ