امنیت

په پکتيا کې دڅو پيښو مخه ونيول شوه

کابل باختر د مرغومي ٢٢ مــــــه

دپکتيا ملي امنيت وايې چې په دغه ولايت کې دڅو ترو رستې خونړيو پيښو مخه يې نيو لى ده

دپکتيا د ملي امنيت دڅرګندونو له مخې دوي په تيرو دوو ورځو کې بريالى شوي دي دګرديز ښار په بيلا بيلو سيمو کې د طالبانو له خوا ايښودل شوي څه نا څه شپاړس ماينو نه شنډ کړې او په دې تر تيب يې د ترورستې خو نړيو پيښو  مخه يې نيو لى ده .

د پکتيا ملي امنيت د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته ديوې خبر پاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې طالبانو غو شتل په واټو نو اوګڼ ميشتو سيمو کې ددغو ماينونو په ځاى پرځاى کولو سره په افغان او نا تو ځواکو نو بريدو نه و کړي

په دې وروستيوکې طالبانو له افغان او نا تو ځوا کو نو سره په نښتو کې زيا تره په واټو نو کې  د ماينو نو په ايښودلو مخه کړې ده ، هغه ماينو نه چې د چاود نې له ا مله يې زيا تره بيګناه ملکي وګړي قرباني کيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته