امنیت

اتيا تنه تروريستان په سوريه کې ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
د النصره د جبهې ٨٠ تنه غړي د دغې ډلې په پټنځايونو او غونډوکې د سوريې د اردو په بريدکې ووژل شول.
د ايران د دولتي خبري آژانس دخبرله مخې: د النصره ٦٢ تنه غړي د حما ولايت په مورک ښارکې د تروريستي ډلو په غونډو د سوريې د اردو د بريد په بهيرکې ووژل شول او هغوى يو توغندى ويشتوونکى او په درانده ماشينګڼو بار اووه ليږدونکې واسطې هم ويجاړ شوې .
د را رسيدلې خبرله مخې: اتلس تنه تروريستان هم د حما ولايت په پټنځيو د اردو د يوې قطعې په بريدکې ووژل شول او د هغوى له وسلو او مهماتو بار دوه ليږدونکې واسطې هم ويجاړې شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته