کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
په هرات ښارکې يوه څوارلس کلن تنکي ځوان ځان زندي کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.
دغه تنکي ځوان د هرات ښار د ٣٠ متره سړک د ساحې اوسيدونکى و چې په نامعلومو دليلونو يې ځان زندي کړ او مړ شو.
د هرات ولايت د مرکزي روغتون يوه مسوول محمد رفيق شيرزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې يوې ښځې او پنځو تنو نارينه په نامعلومو دليلونو ځانونه وژلي دي .
د هرات په مرکزي روغتون کې ثبتې شوې شميرنې د دې ښکارندوى دي چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې اتو تنو په هرات کې په ځان وژنې اقدام کړى دى چې شپږ تنه يې مړه شوي دي .
دغه شميرنې ښيي چې دغه کسان له ١٤ کلنى څخه تر ٥٠ کلنى پورې وو.
سره له دې چې تراوسه پورې د دغه عمل انګيزه نه ده مشخصه شوې؛ خو څيړنې ښيي چې زياتره کسان چې په ځان وژنې اقدام کوي؛ له کورنۍ او رواني ستونزو څخه ځوريږي.
0 1 دقیقه لوستل