امنیت

په پکتيا کې د اتو تنه وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردزمري دمياشتې٧نيټه:    
اته تنه وسله وال طالبان په پکتيا ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول   .
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه په زرملې ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې د يو لړ ډار اچوونکو فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو.
د هېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل؛ په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
ده وويل: دغه وسله وال طالبان په زرملې ولسوالۍ کې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
د را رسيدلوخبرونوله مخې، د پوځيانو په دې بريد کې دوسله والو طالبانو يو پټنځاى هم له ټولوجنګي وسايلو سره يې له منځه يوړل شو.
ويل کيږي د پوځيانو په دې بريد کې سرتيرو او د سيمي اوسيدونکو ته زيان نه       دى اوښتى .  
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته